د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال استاد حمیدالله عابد په مشرۍ یوه پلاوي په علي آباد او ستوماتولوژي تدریسي روغتونونو کې د محصلان د ستاژ او عملي کارونو له بهیر لیدنه وکړه.

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۲:۰
هیئتی به رهبری استاد حمیدالله عابد معاون امور محصلان پوهنتون علوم طبی کابل، از روند ستاژ و کار عملی محصلان در شفاخانه‌های تدریسی علی‌آباد و ستوماتولوژی بازدید کرد.

په دې لیدنه کې، چې د ستوماتولوژي، عامې روغتیا او محصلانو چارو چارواکو پکې ګډون درلود، د عصابو، بطن، عاجل جراحي او داخلې برخو ارزونه وشوه. له څارنې موخه د محصلینو د حاضرۍ ترتیب، د ستاژ شرایط، زده‏ کړه‏ یزې اسانتیاوې او په زده‏ کړه‏ یز چاپیریال کې د غیر مجازو کسانو له شتون مخنیوی و.

استاد عابد له ستاژرانو سره د لیدنې ترڅنګ دوی د نظم مرعات او له زده‏ کړه‏ یزو فرصتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې ته وهڅول. ستاژرانو د عملي روزنې بهیر د ښه کولو لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه هم له پلاوي سره شریک کړل. 

دا لیدنه د عملي روزنې کیفیت لوړوالي او د محصلینو له ستاژ څخه د څارنه  په برخه کې د پوهنتون رهبرۍ د پلانونو یوه برخه ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS