د کابل طبي علومو پوهنتون ريیس په افغانستان کې د نړیوال روغتیایي سازمان (WHO) له عمومي استازي سره ولیدل!

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۹ - ۱۲:۱۹
رییس پوهنتون علوم طبی کابل با نماینده عمومی سازمان صحی در افغانستان (WHO) ملاقات کرد

نن چهار شنبه د ۱۴۰۰ کال د حوت ۱۸ مه دکابل طبي پوهنتون رییس پوهنیار داکتر فضل الرحمن رحماني په افغانستان کې د نړیوال روغتیایي سازمان له عمومي استازي لودپینګ سره په داسې حال کې چې د پوهنتون د روغتیایي موسسې مسول او د استادانو چارو آمر هم موجود وو په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

د پوهنتون رئیس د نړیوال روغتیایی سازمان عمومي استازي ته د ښه را غلاست ترڅنګ د پوهنتون په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.

په دغه لیدنه کې له پوهنتون او تدریسي شفاخانو سره په بیلا بیلو برخو کې د همکاریو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې، ښاغلي دپينګ د پوهنتون له لاسته راوړنو او پرمختګونو خوشحالی څرګنده کړه، او ډاډ یې ورکړ چې د روغتیا نړیوال سازمان به له پوهنتون او تدریسي شفخانو سره په بیلا بیلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS