د کابل طبي علومو پوهنتون څېړنو او علمي مجلې معاونیت له لوري د بېلابېلو پوهنځیو استادانو لپاره د «څېړنو لارې چارې» تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو. 

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۲۳
ورکشاپ آموزشی سه‌روزه را در زمینه "روش تحقیق" برای استادان پوهنځی‌های مختلف این پوهنتون از سوی معاونیت تحقیقات و مجله علمی این پوهنتون آغاز شد.

دغه پروګرام د استادانو د علمي کچې لوړوالي او ځواکمنتیا په موخه جوړ شوی چې د علمي څېړنو پړاوونه او اصول، پروپوزل جوړونې، معلوماتو راټولونې او تحلیل لارې چارې، علمي مقالو لیکنې او په معتبرو مجلو کې د نشر  معیارونو اړوند مهم موضوعات پکې شامل وو. 

د کابل طبي علومو پوهنتون په راتلونکي کې په بشپړ ژمنتیا سره د استادانو علمي ظرفیت پراخوالي لپاره دا ډول پروګرامونه په خپلو لومړیتوبونو کې نیولي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS