د کابل طبي علومو پوهنتون کتابتون خپل وروستي فعالیتونه او لاسته راوړنې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وړاندې کړل

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۹:۲۶
آمریت کتابخانه فعالیت ها و دستاوردهای اخیر خویش را طی مراسمی ارایه کرد

د کابل طبي علومو پوهنتون کتابتون آمریت چې په دې وروستیو کې د استادانو او محصلانو د مطالعې لپاره د لازمو آسانتیاوو برابرولو، کتابتون د کیفیت ښه والي او د کتابتون په فضا کې مثبت بدلونونه راوړي دي، خپل فعالیتونه او لاسته راوړنې یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د کابل طبي علومو پوهنتون سرپرست دوکتور مفتی اسدالله نجات او د پوهنتون رهبري هیت هم ګدون درلود، وړاندې کړل.

په دغه محفل کې د کابل طبي علومو پوهنتون سرپرست د کتابتون کارمندانو له هڅو ستاینه وکړه؛ د کتاب او مطالعې د ارزښت په اړه يې خبرې وکړې او ویې ویل چې په علمي بنسټونو کې د کتابتون شتون ډېر مهم او اړین دی، څو محصلان او استادان وکولای شي د خپلو مطالعاتو او څېړنو لپاره ترې ګټه واخلي. همدا رنګه ډاکټر نجات د دغه کتابتون د لا بډاینې په خاطر د نویو بستونو د رامنځته کولو ډاډ ورکړ. 

د مراسمو په ترڅ کې د څېړنو او علمي مجلې سرپرست پوهنوال دوکتور احمد ولي عطایي د کتابتون کارمندانو له هڅو څخه په ستاینې سره د یاد کتابتون د الکترونیکي (آنلاین) کتابتون سیستم د فعالېدو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د څېړنو معاونیت او کتابتون آمریت هڅه کوي څو په پوهنتون او اړوندو تدریسي روغتونونو کې ډيجیټلي کتابتون د ډاکټرانو، استادانو او ستاژرانو د ګټې اخیستنې لپاره د څېړنو او مطالعې د لا ځواکمنتیا په موخه را منځته کړي. 

وروسته بیا د کتابتون آمر دوکتور محمد منهاج سروري د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري هيئت له همکاریو څخه خوښي څرګنده کړه او په کتابتون کې د رامنځته شویو لاسته راوړنو، بدلونونو او آسانتیاوو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ډاد یې ور کړ چې د محصلینو لپاره به د مطالعې په برخه کې لا زیات امکانات برابره کړي.

د پروګرام په پای کې د کابل طبي علومو پوهنتون د کتابتون کارمندانو چې د دغه کتابتون په بدلون کې یې اغېزمنه ونډه لرله او هڅې یې کړې وې د ستاینلیک په ورکولو سره وستایل شول او مراسم د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم لخوا په دعا سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۵۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدرییسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو په اندوسکوپيک (Transurethral Resection of Bladder Tumor - TURBT) روش سره د یو ۵۵ کلن ناروغ د مثانې سرطاني تومور عملیات بریالی ترسره کړ. 

دغه ناروغ په ادرار (Hematuria) کې د وینې د شتون له امله روغتون ته مراجعه کړې وه چې له تشخیصیه معایناتو وروسته یې په مثانه کې سرطاني تومور تشخیص شو او د اندوسکوپیک TURBT جراحي عملیات یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۴۵
Background image

BACK TO NEWS