د کاناډا هېواد متخصصانو له لوري ۵۰۰ تنو روغتیایي کارمندانو ته د هضمي سیستم سرطانونو لومړی سمپوزیم تر سره شو

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۵:۱۱
نخستین سمپوزیم سرطان های سیستم هاضمه از سوی متخصصان کشور کانادا برای 500 تن کارمند صحی برگزار شد

د لومړي ځل لپاره د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو جامع مرکز له لوري د کاناډا هېواد ډاکټرانو او متخصصانو په همکارۍ د کابل طبي علومو پوهنتون اړوندو تدریسي روغتونونو د انستېزي، جراحي، داخلې او نرسنګ څانګو روغتیايي کارکونکیو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د هاضمې سیستم سرطانونو سمپوزیم جوړ شو.

په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون سر پرست رئيس دوکتور مفتي اسدالله نجات د دغه سمپوزیم جوړېدل د روغتیایي کارکونکیو په ظرفیت لوړونې او د بهرنیو هېوادونو د ډاکټرانو تجربو شریکولو لپاره مهم او ګټور وبلل او له ټولو روغتیایي کارکونکیو یې وغوښتل چې د یاد سمپوزیم له موضوعاتو څخه ښه ګټه واخلي.

د سمپوزیم په دوام د کاناډا هېواد د ډاکټرانو او متخصصانو له لوري د لویو کولمو د سرطان جراحي، مرۍ کم اغیزې جراحي، د D2 ډېسکشن د کم اغیزه ګاسترکتومي جراحي، د ازوفاګکتومي لپاره بېهوښي، له عملیات وروسته د ناروغانو ځانګړي مراقبتونه او د ازوفاګکتومي ناروغانو تر عملیات وروسته د مراقبت په اړه د کاناډایي متخصصیونو لخوا پرزنټېشنونه وړاندې شول.

د یادولو وړ ده چې د کاناډا هېواد متخصصان به د لسو ورځو لپاره د یاد پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو له روغتیایي کارمندانو سره په عملي کارونو کې هم همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۲۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سینا» رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ  او شورا د غړیو په حضور د دغه پوهنتو علمي شورا ناسته ترسره شوه چې پکې د یو لړ مهمو علمي موضوعاتو کتنه وشوه او په اړه یې پرېکړې وشوې.  

په یاده ناسته کې د علمي شورا د آجنډا اړوند ۱۰ مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې چې اساسي برخه یې د استادانو علمي ترفېع، تقرر او نور علمي مسایل وو. 

د شورا غړیو د دغه علمي موضوعاتو په اړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له اداري کارمندانو څخه د دعوت او ارشاد آمریت له لوري په (اسلامي شریعت کې معاملات) تر عنوان لاندې دیني درسونو آزموینه د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په حضور واخیستل شوه.

دغه آزموینه په داسې حال کې ترسره شوه چې د کابل طبي علومو پوهنتون کارمندانو په تېره ربعه کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د درسي نصاب او لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه د دعوت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري کمېټې غونډه د دغه پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ او د کميټې غړیو په حضور ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې د مالي او اداري چارو مرستیال د پوهنتون او تدریسي روغتونونو د ۱۴۰۵ کال د نیازمندیو لېست ترتیبولو، په ادارو کې د شته ستونزو په له منځه وړلو، د چارو ښه ترسره کېدو لپاره. . .

BACK TO NEWS