د کانکور آزموینې عمومي اول نمره ستاینه وشوه

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۵۶
تقدیر از اول نمره عمومی امتحان کانکور

کابل طبي علومو پوهنتون نن سه شنبه د روان کال زمري میاشتې پر دویمه نېته د ۱۴۰۳ هـ ش کال د کانکور آزموینې عمومي اول نمره اتل خان رحیمزوی څخه ستاینه وکړه.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور مفتي اسد الله نجات په داسې حال کې چې د محصلانو چارو مرستیال هم حضور درلود، د کانکور آزموینې عمومي اول نمره سره په خپل کاري دفتر کې د ليدنې په ترڅ کې د اتل خان د دغه ستر ویاړ مبارکي ده او د ده کورنۍ ته وویله او نوموړی یې د خپلو لوړو زده کړو د دوام لپاره لا تشویق او وهڅولو.

همدا راز د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس د کانکور آزموینې عمومي اول نمره د بلدتیا په موخه  د پوهنتون د کاري او تدریسي مختلفو برخو څخه هم لیدنه وکړه. 

په پای کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس لخوا؛ اتل خان رحیم‏زوی ته د ده د زیار او هڅو په پار ستاینلیک ډالۍ شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS