مولوي عبدالرحمن مرحوم د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي او اداري مرستیال په توګه معرفي شو.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۱ - ۹:۳۶
مولوی عبدالرحمن مرحوم بحیث معاون مالی و اداری پوهنتون علوم طبی کابل معرفی شد

مولوي عبدالرحمن مرحوم شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۷ نېټه د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري او د یاد وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي لخوا، په داسې حال کې چې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار دوکتور فضل الرحمن رحماني او د دغه پوهنتون رهبري هیئت هم حضور درلود، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال په توګه استادانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس په اداره کې بدلون او تحول يو اصل وباله او داسلامي شريعت په رڼا کې يې د وظيفې پر ځانګړتياو خبرې وکړې او ويې ويل: "په ژمنتيا او اخلاص سره د مسووليت ترسره کول د خداى (ج) د عبادت وسيله ده" پوهنیار رحماني د تېر مالي او اداري مرستیال له دندو او فعالیتونو څخه ستاینه وکړه او نوي مرستیال ته یې د بریالیتوب دعا  وکړه.

نوي مالي او اداري مرستيال د افغانستان خلکو لپاره خدمت او کار کول د اسلامي نظام مسووليت او صادقانه کار يې عبادت وباله، مولوي عبدالرحمن مرحوم له استادانو او کارکوونکو څخه وغوښتل چې په بېلابېلو برخو او اداري چارو کې خپلې همکارۍ او مشورې ورسره شريکې کړي.

په دې غونډه کې پخواني مالي او اداري مرستيال خپلې تجربې شريکې کړې او ويې ويل چې په اسلامي نظام کې دنده دروند بار دئ او نوي مرستيال ته يې په ټولو اداري چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS