نن دو شنبه د روان کال د غبرګولي میاشتې پر ۵ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په هڅو سره د دغه پوهنتون محصلانو ته د هېواد جیدو علمای کرامو لخوا د دیني اصلاحي سیمینارونو لړی بیا پيل شوه.

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۱:۵۴
نن دو شنبه د روان کال د غبرګولي میاشتې پر ۵ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په هڅو سره د دغه پوهنتون محصلانو ته د هېواد جیدو علمای کرامو لخوا د دیني اصلاحي سیمینارونو لړی بیا پيل شوه.

د دغه دیني اصلاحي سیمینارونو په لړ کې لومړۍ سیمینار د نرسنګ او عامې روغتیا پوهنځيو محصلانو ته وړاندې شو چې د محصلانو سربېره د پوهنتون رهبري او د اړوندو پوهنځيو یو شمېر استادانو، اداري کارکوونکیو هم ګدوڼ کړی و.

یاد دیني اصلاحي سیمینار د پوهنتون د رئيس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان لخوا وړاندې شو چې پکې د انسان د خلقت، محرمات د قرآن له نظره، د دنیا د خلقت جریان او د ایمان تشریح ولا او برا موضوعاتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

د یادونې وړ ده چې دغه دیني اصلاحي سیمینارونه به له مهال‏ویش سره سم د نور پوهنځيو محصلانو ته هم وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS