په سترګو تدریسي روغتون کې د یوې نادرې پېښې جراحي بریالی عملیات

IT_Director
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۰:۶
عمل جراحی موفقانه یک واقعه نادر در شفاخانه کادری چشم

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون ډاکټران او متخصصان توانېدلي چې په جراحي عملیات سره د یو ۴۰ کلن ناروغ د سترګې له حجاج برخې څخه د تومور کتله د سترګې نورو برخو په خوندیتوب سره بریالۍ وایستله.

د سترګو متخصص پوهنمل ډاکټر میرویس صالح په وینا دغه ناروغ چې له یو کال راهیسې یې د د سترګې په لاندینۍ برخه کې کتله پیدا او د وخت په تېرېدو سره لویه شوې وه؛ چې د ناروغ د سترګې حرکت د کموالي، کوږوالي او درد لامل شوې وه. نوموړي زیاته کړه چې تر لازمو معایناتو وروسته د عمومي انستیزي په حالت کې یې جراحي عملیات تر سره او د تومور کتله په بریاليتوب سره وایستل شوه.  

همدارنګه ډاکټر صالح د ناروغ د سترګو حرکت، لید او روغتیایي وضعیت څخه ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS