په علي آباد تدریسي روغتون کې د اعصابو جراحي عملیات په بریالي ډول تر سره شو

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۸:۵۶
په علي آباد تدریسي روغتون کې د اعصابو جراحي عملیات په بریالي ډول تر سره شو

یو ناروغ چې د ملا ډېسک سره مخ شوی و او د پښو او ملا له درد څخه ځورېدو، د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون ته یې مراجعه کړې وه او د یاد روغتون د اعصابو جراحي ډاکټرانو او متخصصانو له لوري یې عملیات په بریالي ډول ترسره شو. 

د علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي متخصص پوهنمل ډاکټر حسیب الله بها نجرابي وايي چې دغه ناروغ له دوه کلونو را هيسې د ملا ډېسک درلود او د ام آر آی معایناتو وروسته تشخیص شو چې د ملا په تیر کې  ۴ او ۵ ډېسکونه یې بې ځایه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه ناروغ د درمل خوړلو او فیزیوتراپی سره سره بیا هم نه و روغ شوی او د جراحي عملیات په تر سره کولو د نوموړي بې ځایه شوي ډېسکونه د ملا له تیر څخه په بریالي ډول و ایستل شول چې له څو ورځې څارنې وروسته په ښه روغتیایي وضعیت له روغتون څخه رخصت شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS