په علي آباد تدریسي روغتون کې د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت له کارمندانو ستاینه وشوه

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۱:۲۵
په علي آباد تدریسي روغتون کې د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت له کارمندانو ستاینه وشوه

د علي آباد تدریسي روغتون رئيس ډاکټر عبدالمطلب شینواري د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت له کارمندانو چې د دغه روغتون لاسته راوړنې او فعالیتونه یې  په ښه ډول تر پوښښ لاندې راوستلي دي، ستاینه وکړه.

ډاکټر شینواري د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت له فعالیتونو په ځانګړې توګه له مطبوعاتي ټیم  څخه چې د یاد روغتون د کړنو انعکاس او تصویر اخیستنې په برخه کې مهمه ونډه لرله، خپله خوښي څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې د کابل طبي علومو پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت تل هڅه کړې ترڅو د پوهنتون او تدریسي روغتونونو فعالیتونه او لاسته راوړنې د ټولنیزو سایټونو له لارې خلکو ته ورسوي چې د ا.ا.ا له واکمن کېدو څخه وروسته دغه آمریت توانېدلی چې د خبري او توليدي راپورونو په برخه کې د پام وړ فعالیت ولري

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۰:۷
Background image
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۳:۳۹
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۳۲
Background image

BACK TO NEWS