په مناسبه توګه د بودیجې مصرفولو او د قیقې نیازمندۍ په اړه د مالي او اداري معاونیت غونډه ترسره شوه

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۹:۱۶
جلسه اداری معاونیت مالی و اداری در مورد  مصرف مناسب بودیجه و نیازمندی دقیق برگزار شد

د  کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ  نن سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ ش کال د غبرګولي میاشتې پر لومړۍ نېټه د پوهنتون د مالي څانګو او اړونده روغتونونو ځینو مسولینو سره په سمه توګه د بودیجې د مصرف په موخه فوق العاده غونډه وشوه.

په دغه غونډه کې لومړی مالي او اداري مرستیال د بودیجې د مصرف او له اسراف څخه د مخنیوي په موخه خبرې وکړې او ویې ویل چې د پوهنتون لپاره ځانګړې شوې بودیجه باید په مناسه توګه او له اړتیا سم مصرف شي، څو له زیاتو او بې ځایه لګښتونو مخنیوی وشي. 

مالي او اداري مرستیال زیاته کړه: "موږ د یو مناسب او معیاري اکاډمیک چاپېریال برابرولو لپاره کار کوو او باید لومړیتوبونه په پام کې ونیسو، څو بودیجه په سمه توګه ولګول شي او اسرف پکې و نه شي."

همدا رنګه د غونډې په بهیر کې د اجنډا اړوند د پوهنتون او تدریسي روغتونونو د یو لړ مهمو اداري مسایلو په اړه تر نظریاتو او بحث وروسته لازمې پرېکړې تر سره شوې.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS