په کلني ملي علمي – څېړنیز کنفرانس کې اوه علمي مقالې وړاندې شوې

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۲۱:۱۰
هفت مقاله علمی در کنفرانس ملی سالانه علمی – تحقیقی ارایه شد

نن یکشنبه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان المعظم پر ۲۶مه نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي کنفرانسونو په نمبر ۱ تالار کې کلنی ملي علمي–څېړنيز کنفرانس د څېړنيزو پايلو د شريکولو، د هېواد روغتيايي وضعيت د ښه والي او د څېړنې فرهنګ د ودې په موخه جوړ شو.

په دې کنفرانس کې د طب په بېلابېلو برخو کې هغه څېړنې چې ترسره شوې وې لکه: د انټي بیوټیکونو په مرسته ځان‎درملنه، د شکر ناروغۍ او د روژې مبارکه میاشت، د کوویډ- ۱۹ منل او تردید، او د غاښونو طب محصلینو په منځ کې د مکروبي ناروغیو مکرره خپرېدل، د هیداتید دیافراګمي کیست او نور مهم علمي مطالب د استادانو لخوا وړاندې او د ګډونوالو سره شریک شول.

د دغه پوهنتون د تحقیقات آمر پوهنوال ډاکټر محمد ولي ناصري، وویل: چې د دغه کنفرانس اصلي موخه د ترسره شويو څېړنو د تجربو او پايلو شريکول دي هغه زیاته کړه : "څېړنه د پوهنتون بنسټ جوړوي، د یوې ټولنې د ودې او پرمختګ لامل، او د علمي څېړنو له تولید پرته یوه تحصیلي اداره نه شي کولی پرمختګ وکړي." نوموړي له استادانو وغوښتل څو زياتې څېړنې ترسره کړي کوم چې د روغتيا په برخه کې ټولنه اړتيا ورته لري.

د يادونې وړ ده، چې په دې کنفرانس کې د استادانو او څېړونکو له خوا د وړاندې شويو علمي مقالو په اړه هراړخیز بحث وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS