په کلینيکي تشخیص کې د (Cyber patient) مؤثریت په نامه د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون او د کانادا هیواد د بریتش کولمبیایي پوهنتون تر منځ د ګډو کلینیکي څېړنو لومړنۍ پروژه

IT_Director
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۶ - ۱۰:۳۰
اولین پروژه تحقیقات

دا پروګرام د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومي (جدي) میاشتې په ۲۵مه نېټه د کابل ابو علي ابن سینا په طبي علومو پوهنتون کې دایر شو، چې د یاد پوهنتون رئیس ښاغلي پوهاند ډاکتر وحیدالله مومند، علمي معاون پوهاند ډاکتر نجیب الله امرخېل، په افغانستان کې د دې پروګرام تنظیموونکي ښاغلي ډاکتر عصمت الله نایب خېل، د علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي دیپارتمنت استاد ښاغلي پوهنیار ډاکتر عمران عمر او د یاد پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو په دې پروګرام کې ګډون کړی و.

دا پروګرام د قرآنکریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. د پوهنتون رئیس پوهاند ډاکتر وحیدالله مومند د دې پروګرام د پیل په اساس محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل: "د طبي علومو پوهنتون ریاست تل هڅه کوي، چې د دې پوهنتون محصلینو لپاره د نړیوالو معیارونو په اساس د علمي او نظري زده‌کړو زمینه مساعده کړي. همدا رنګه ښاغلي مومند د لوړو زده‌کړو په برخه کې څېړنه د محصلینو لپاره ډېره اړینه وبلله.

بیا د دې پوهنتون علمي معاون ښاغلي پوهاند ډاکتر نجیب الله امرخېل په طبي علومو پوهنتون کې د دې پروګرام پیلېدل ډېر د خوښۍ خبر وباله او د دې پروګرام د پیلېدو موخه یې د محصلینو په کلینیکي برخه کې د علمي او نظري کارونو تقویه او وده وبلله. بیا د دې پروګرام تنظیموونکي ښاغلي عصمت الله نایب خېل محصلینو ته د (Cyber patient) پروګرام د اجرا کولو په اړه معلومات ورکړل او دا اقدام یې د کابل طبي علومو پوهنتون او د کانادا پوهنتون ترمنځ د همکاریو پیل وباله.

دغه راز په دې پروګرام کې د علي آباد تدریسي روغتون استاد ښاغلي پوهاند ډاکتر عصمت الله سجاد او د دې پوهنتون د استادانو چارو آمر ښاغلي پوهنیار شفیع الله روغمل هم د دې پوهنتون د محصلینو د کلینکي کارونو په برخه کې  د (Cyber patient) د اهمیت او مؤثریت په اړه خبرې وکړې.

په پای کې هم محصلینو او استادانو د ټاکل شوي پروګرام په اساس خپلو کارونو او دندو ته رسیدګي وکړه.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS