د کابل طبي علومو پوهنتون عمومي رئیس د ترکیې هېواد له تاجرانو سره ولیدل

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۱:۳
رئیس عمومی پوهنتون علومو طبی کابل با تاجران کشور دوست ترکیه دیدار کرد

د کابل طبي علومو پوهنتون "ابوعلي ابن سینا" رئیس دوکتور مفتي اسدالله نجات، شنبه د روان کال د کب پر ۱۲ مه نېټه د نیت میت شرکت رئیس او ملي تاجر اولابي کوجر؛ د ترکیې د پارلمان پخواني وکیل او ملي تاجر ادریس ایهان؛ د ارکا شرکت رئيس او پروګرامونو تنظیم کوونکي نور الله محمود اوغلي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه او په دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې د پوهنتون رییس ښاغلي دوکتور نجات د ترکیې هېواد مېلمنو ته ښه راغلاست وویلو ترڅنګ په هېواد کې د وروستیو طبي لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

 د کابل طبي علومو پوهنتون "ابوعلي ابن سینا" رئیس د افغانستان (اسلامي امارت) دولت او ترکیه هېواد  تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خوښي څرګنده کړه او ټينګار یې وکړ چې د فرهنګي او ديپلوماتیکو اړیکو تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ ښې تجارتي اړیکې هم شته.

ښاغلي دوکتور نجات په افغانستان کې د پانګونې او سوداګریزو امکاناتو د موجودیت په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د پانګونې لپاره د افغانستان (اسلامي امارت) د ملي او نړیوالو تاجرانو د پام اړولو لپاره لازم اقدامات تر سره کړي دي.

د ترکیې هېواد ملي تاجرانو په افغانستان کې، په ځانګړې توګه د پانګه‏والو او تاجرانو لپاره د امنیت له خوندی‏توب څخه خوښي څرګنده کړه ، ټينګار یې وکړ چې د ترکیې هېواد تاجران په دغه هېواد کې په ځانګړي ډول د طبابت په برخه کې پانګونې ته لېوال دي. 

دغه ترکي تاجرانو ژمنه وکړه چې د روغتیایي سکتور په تقویت کې په خاصه توګه د زړه ناروغیو د درملنې او په پرمختللې تکنالوژۍ سمبال لابراتوار جوړولو په برخه کې به پانګونه وکړي.

په پای کې دغه هیئت له رفقی سناتوریم یا د علي اباد تدریسي روغتون د داخلې برخې څخه چې د بنسټ ډبره یې د ۱۳۱۰ کال په جواز کې اېښودل شوې ده او د جوړولو چارې يې په دوو کلونو کې د ترکیې هېواد له لوري پای ته رسېدلې؛ بیا د ۱۳۷۰ کلونو په جنګونو کې ورانه شوې وه؛ لیدنه هم وکړه چې په دغه برخه کې د کابل طبي علومو پوهنتون هڅه کوي څو دغه تاریخي ودانی بیا ورغوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS