د طب پوهنځي په جوړښت کې د نفرولوژي ډیپارټمنټ د رامنځته کېدو طرحه په علمي شورا کې وړاندې شوه.

د کابل طبي علومو پوهنتون میاشتنۍ علمي شورا غونډه چې دغه پوهنتون د سرپرست رئیس دوکتور مفتی اسدالله نجات په مشرۍ د پوهنتون مهمو موضوعاتو او د علمي کارد غړیو د ترفېعاتو او تقرر په اړه د پرېکړې په موخه ترسره شوه. په دغه غونډه کې د طب پوهنځي په جوړښت کې د نفرولوژي ډیپارټمنټ د رامنځته کېدو په اړه هم هراړخیز بحث وشو.
په دغه غونډه کې د علمي کادر ۷ غړیو د ترفیع او د ډیپارټمنټو د آمرینو په توګه د ۵ تنه استادانو اسناد وڅېړل شول چې له وړاندې شویو وړاندیزونو او نظریاتو وروسته د غونډې ګډونوالو لخوا د اړوندو موضوعاتو په اړه لازمې پريکړې وشوې.