سترګو تدریسي روغتون د سترګو پردې بریالی جراحي عملیات ترسره کړ

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۹:۵۱
سترګو تدریسي روغتون د سترګو پردې بریالی جراحي عملیات ترسره کړ

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون د ډاکټرانو او متخصصانو له لوري د سترګو پردې (کترکت) جراحي عملیات بریالی ترسره شو.

د دغه روغتون د ډاکټرانو په وینا د کابل ولایت یو ۶۵ کلن سړي چې دواړو سترګو یې پردې لرلې تر لازمو معایناتو وروسته یې د سترګو جراحي عملیات بریالی تر سره شو.

د روغتون ډاکټران زیاتوي چې د ناروغ حالت ښه دی او د لازمو سپارښتنو وروسته رخصت شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS