د کابل طبي علومو پوهنتون ستاژرانو او محصلینو ته "په بېړنیو حالاتو کې لومړنۍ مرستې" تر عنوان لاندې روزنیز پروګرام، چې موخه یې د ستاژرانو او محصلینو مسلکي کچې لوړول دي، د دغه پوهنتون د رهبرۍ یو شمېر غړیو په ګډون پیل او دوه ورځې به دوام وکړي.

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۲:۲۲
برنامه آموزشی تحت عنوان «کمک‎های اولیه در واقعات عاجل» برای ستاژران و محصلان پوهنتون علوم طبی کابل به هدف بلند بردن سطح مسلکی محصلان در تالار کنفرانس‌های علمی با حضور شماری از هیئت رهبری این پوهنتون که برای دو روز ادامه خواهد داشت، آغاز شد.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار دوکتور مفتي اسدالله نجات د پروګرام له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: "دغه پوهنتون تل هڅه کوي چې د محصلينو د ظرفیت او پوهاوي کچې لوړولو لپاره بېلابېل پروګرامونه تنظیم کړي؛ څو ټولنې ته تکړه ډاکټران وړاندې کړي." ښاغلي نجات همدارنګه له ټولو ګډونوالو او محصلانو څخه وغوښتل چې له دې پروګرام څخه ډېره ګټه پورته کړي.

دا پروګرام د افغانستان د پرمختګ موسسې (Prosper Afghanistan) په همکارۍ چې په لندن کې د مسلمانانو په مشرۍ یوه اداره ده او د یو سوکاله او پیوسته افغانستان په موخه کار کوي، جوړ شوی او په دې دوه ورځو کې به درې تنه ډاکټران چې له لندن څخه راغلي، ستاژرانو او محصلانو ته د بېړنیو پېښو او اضطراري حالتونو ته په مناسپ ډول رسېدنې په موخه، ۱۳ لکچرونه وړاندې کړي.

د یادولو وړ ده چې د دغه پروګرام له پای ته رسېدو وروسته به د لومړنیو مرستو او بيړنیو پېښو په اړه د ډاکټرانو او یادې موسسې د ټیم له لوري په تدریسي روغتونونو کې ستاژرانو ته په عملي کارو کې هم روزنه ورکول کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS