...

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۴:۲۲
داکتر ضیاءالرحمن عمر رئیس جدید پوهنځی صحت عامه پوهنتون علوم طبی کابل در یک جلسه تعارفی با آمرین دیپارتمنت‌های مربوط به این پوهنځی دیدار و صحبت کرد. در این نشست که به هدف آشنایی بیشتر و هماهنگی در امور علمی و اداری برگزار شده بود، روی موضوعات مهمی چون برگزاری سمینارها برای محصلان، ارتقای ظرفیت علمی محصلان، شریک ساختن موضوعات مهم و تسریع در روند امور اداری بحث و تبادل نظر صورت گرفت.  رئیس پوهنځی صحت عامه بر همکاری متقابل و نقش فعال استادان در بهبود وضعیت این پوهنځی تأکید کرد و خواستار هماهنگی بیشتر در تطبیق ب

د کابل طبي علومو پوهنتون د عامې روغتیا پوهنځي رئيس ډاکټر ضیاء الرحمن عمر د پېژندګلوۍ په یوه ناسته کې د اړوندو ډيپارټمنټونو له آمرینو سره لیدنه او خبرې وکړې. په دغه ناسته کې چې د لا بلدتیا، په علمي او اداري چارو کې د همغږۍ په موخه ترسره شوه؛ د یو شمېر مهمو موضوعاتو لکه: محصلانو ته دسیمینارونو جوړولو، د محصلانو علمې ظرفیت لوړونې، مهمو مسایلو شریکولو او اداري چارو په بهیر کې چټکتیا په اړه بحث او نظرونه وړاندې شول.  

د عامې روغتیا پوهنځي رئیس په هر اړخیزو همکاریو او د پوهنځي د وضعیت په ښه والي کې د استادانو پر فعالې ونډې ټینګار وکړ او د علمي پروګرامونو په تطبیق کولو کې یې د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه.

همدا رنګه د ډيپارټمنټونو آمرینو د درسي بهیر ښه والي، روزنیز کیفیت لوړوالي او په اداري چارو کې د آسانتیاوو په اړه خپل رغنده لیدلوري او پېشنهادونه مطرح کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۵۹
Background image

...

د کابل طبي علومو پوهنتون په نوښت او زمینې برابرولو سره د دغه پوهنتون د طب پوهنځي څلورم او پنځم ټولګي یو شمېر محصلانو د یو علمي سیر په ترڅ کې د مور او ماشوم لپاره د فرانسویانو (FMIC) له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۴۲
Background image

...

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا په علي آباد او میوند تدریسي روغتونونو کې د ستاژرانو او محصلانو له عملي کارونو څخه نظارت وکړ. په دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۳۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترکو تدریسي روغتون د (Healthnet) موسسې په همکارۍ پینځه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترکو تدریسي روغتون د (Healthnet)  موسسې په همکارۍ پینځه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ. دغه ورکشاپ د یاد روغتون نرسانو او د ختیځ زون (کنړ،. . .

BACK TO NEWS