په میوند تدریسي روغتون کې د غوږ، ستوني او پزې ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري د غوږ تومور لرې کولو بریالی جراحي عملیات ترسره شو.

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۱۵
عمل جراحی موفقانه برداشتن تومور گوش در شفاخانه تدریسی میوند توسط تیم داکتران دیپارتمنت گوش، گلو و بینی انجام شد. 

د یاد ډيپارټمنټ غړي ډاکټر احمدضیا مایار په وینا د غزني ولایت اوسېدونکی یو ۵۵ کلن ناروغ چې کلونه یې د کوڼوالي او د غوږ په کانال کې د کتلې له شتون څخه شکایت درلود؛ د معایناتو او بایوپسي وروسته د middle ear paraganglioma تشخیص شو چې د جراحي عملیات په وسیله دغه تومور په بشپړ ډول لرې کړل شو. 

دیادولو وړ ده چې د ناروغ روغتیايي وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی او د درملنې د دوام لپاره د علي آباد  تدریسي روغتون آنکولوژي څانګې ته معرفي شوی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند څېړنو او علمي مجلې معاونیت د استادانو او د ماسټرۍ او تخصص پروګرامونو محصلانو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د SPSS سافټویر روزنیز ورکشاپ پيل کړ.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند څېړنو او علمي مجلې معاونیت د استادانو او د ماسټرۍ او تخصص پروګرامونو محصلانو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د SPSS سافټویر روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS