د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترکو تدریسي روغتون د (Healthnet) موسسې په همکارۍ پینځه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۳۶
278

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترکو تدریسي روغتون د (Healthnet)  موسسې په همکارۍ پینځه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ. دغه ورکشاپ د یاد روغتون نرسانو او د ختیځ زون (کنړ، ننګرهار، لغمان او خوست) ملکي روغتونونو د سترګو ډيپارټمنټونو نرسانو د پوهې کچې او ظرفیت لوړوالي په موخه پر لار اچول شوی و. 

 د سترګو متخصص پوهنیار توفیق احمد مشکاني په وینا په یاد ورکشاپ کې د یو شمېر مهمو موضوعاتو لکه په عملیاتخونه کې د نرسانو مسوولیتونو، عملیات شویو ناروغانو مراقبت، د انتاناتو وقايې او طبي وسایلو د تعقیم په اړه نظري او عملي روزنه ورکول کېږي. 

د یادولو وړ ده چې تر وړاندې هم د ختیځو ولایتونو متخصصانو لپاره د سترګو تدریسي روغتون استادانو له لوري د ( د سترګو په عملیاتونو کې د کیفیت ښه والي) تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شوی و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS