...

IT_Director
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۲:۸
...

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» معلوماتي کاتالوګ د دې پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت د هڅو په پایله کې چمتو او چاپ شو. دغه کاتالوګ چې د پوهنتون د علمي جوړښت، ډیپارټمنټونو، ښوونيزو، څېړنیزو او خدماتي فعاليتونو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کوي، د پوهنتون اړوندو ټولو مراجعو او همداراز د هېواد ټول علمي بنسټونه چې پکې دولتي او خصوصي پوهنتونونه او دیني جامعات هم شامل دي، وویشل شو.

د دې کاتالوګ د چاپ او وېش موخه، د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» ښه پېژندنه، نورو اکاډمیکو بنسټونو ته د دې علمی بنسټ د لاسته راوړنو، علمي ظرفيتونو، ښوونيزو او روغتیایي خدماتو سره د لا زياتې پېژندنې زمينې برابرول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۸:۵۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند طبي انجنیرۍ ډيپارټمنټ د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ محصلانو ته چې د یاد انسټېټیوټ له لوري دغه پوهنتون ته معرفي شوي وو؛ د درې ورځو لپاره د عملي او برېښنايي دورو تحلیل روزنیز پروګرام پیل کړ. 

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند طبي انجنیرۍ ډيپارټمنټ د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ محصلانو ته چې د یاد انسټېټیوټ له لوري دغه پوهنتون ته معرفي شوي وو؛ د درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د افغانستان په کچه د سرطاني ناروغيو د ستر جامع مرکز له چارو ليدنه او ارزونه وکړه.

محترم شيخ صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د علي اباد تدريسي روغتون د ياد مرکز څخه د لیدنې پر مهال اړوندو مسؤولینو ته ځانګړې سپارښتنې او هدایات وکړل او د سرطاني مرکز د پاتې چارو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۹:۲۷
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن‌سینا» رهبري د هڅو په دوام د تدریسي روغتونونو د تشخیصي امکاناتو د پیاوړتیا لپاره د یوې سوداګریزې کمپنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن‌سینا» رهبري د هڅو په دوام د تدریسي روغتونونو د تشخیصي امکاناتو د پیاوړتیا لپاره د یوې سوداګریزې کمپنۍ په همغږۍ د وینې د الکترولایتونو د سنجش یوه. . .

BACK TO NEWS