د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس، شيخ الحديث مفتي احسان‌الله ابوالفيضان، په کاناډا کې د سوري میموریال روغتون د صدري جراحي برخې رئیس، د صدري جراحي متخصص داکتر احمدشاه اشرفي او یو شمېر نورو کاناډايي ډاکترانو او متخصصینو سره لیدنه وکړه.

IT_Director
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۱۵
شیخ‌الحدیث مفتی احسان‌الله ابوالفیضان، رئیس پوهنتون علوم طبی کابل، با داکتر احمدشاه اشرفی، متخصص جراحی صدری و رئیس بخش جراحی صدری در شفاخانهٔ مموریال سوری کشور کانادا و شماری از داکتران و متخصصان کشور کانادا، دیدار و گفتگو کرد.

په دغه ليدنه کې دواړو لوريو د انکولوژي (سرطاني ناروغیو تشخیص او درملنې) په برخه کې د همکاریو پراخېدو او د ډاکترانو د علمي او مسلکي ظرفیت پر لوړوالي بحث او خبرې وشوې.

همداراز، دواړو لوریو د یو رسمي هوکړه ‏لیک په چوکاټ کې د همکاریو پر پراخېدو ټينګار وکړ، څو د تجربو شریکولو، تخصصي روزنې او نورو طبي برخو په تېره بيا د انکولوژۍ په برخه کې د ظرفیت لوړونې زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۹:۳۷
Background image

کابل طبې علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د تحصيلي او علمي کچې لوړولو په موخه د ۱۷ نویو کادري بستونو آزموينه واخیسته. دغه آزموينه د کابل طبي علومو پوهنتون بېلابېلو ډیپارټمنټونو لپاره د وړ او متخصصو استادانو د جذبولو په موخه ترسره شوه.

په دغه آزموينه کې د کابل طبي علومو پوهنتون په مختلفو تخصصي برخو کې ۴۰ تنه نوماندانو ګډون درلود. 

دغه اقدام د کابل طبي علومو پوهنتون په تدريسي او څېړنیزه برخه کې د غوره استعدادونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۹:۳۴
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د پلاستیکي جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۳ کلن ماشوم د لاس وژې (پی) بیا تړلو جراحي بریالی عملیات ترسره کړ.  

د دغه ډيپارټمنټ غړي ډاکټر فهیم فهام په وینا؛ ناروغ د ښي لاس ګوتو حرکت او را ټولو په ځانګړي ډول د څلورمې ګوتې راټولو کمزوتیا له ماله روغتون ته راوړل شوی و. د فزیکي او  تشخیصیه معایناتو. . .

BACK TO NEWS