د تضمین کیفیت په برخه کې د کارمندانو د پوهاوي کچې لوړوالي په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون کې د تضمین کیفیت نوي چک لېست په اړه د پوهاوي ناسته ترسره شو.

IT_Director
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۱۵
به‌هدف ارتقای سطح آگاهی کارمندان در بخش تضمین کیفیت، جلسه‌ای آگاهی‌دهی درباره چک‌لست جدید تضمین کیفیت شفاخانه کادری چشم پوهنتون علوم طبی کابل « ابوعلی ابن سینا » برگزار شد.

دغه ناسته د روغتون ټولو اداري او روغتیایي کارمندانو په حضور ترسره شوه چې پکې د نوي چک لېست اساسي مفاهیمو، په بېلابېلو برخو کې د هغه د تطبیق څرنګوالي، د اداري او روغتیايي خدماتو کیفیت په ښه والي کې د کارمندانو د ونډې په اړه د یاد روغتون مسوولینو له لوري مفصل توضېحات وړاندې کړل.

د غونډې په دوام ګډون کوونکو د دغه چک لېست د اغېزمن تطبیق په اړه خپلې پوښتنې او لیدلوري وړاندې کړل او په روغتون کې په سمه توګه د یاد چک لېست اجراء کېدو لپاره د ټولو برخو له لوري پر همکارۍ ټینګار وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۸:۵۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند طبي انجنیرۍ ډيپارټمنټ د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ محصلانو ته چې د یاد انسټېټیوټ له لوري دغه پوهنتون ته معرفي شوي وو؛ د درې ورځو لپاره د عملي او برېښنايي دورو تحلیل روزنیز پروګرام پیل کړ. 

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند طبي انجنیرۍ ډيپارټمنټ د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ محصلانو ته چې د یاد انسټېټیوټ له لوري دغه پوهنتون ته معرفي شوي وو؛ د درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د افغانستان په کچه د سرطاني ناروغيو د ستر جامع مرکز له چارو ليدنه او ارزونه وکړه.

محترم شيخ صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د علي اباد تدريسي روغتون د ياد مرکز څخه د لیدنې پر مهال اړوندو مسؤولینو ته ځانګړې سپارښتنې او هدایات وکړل او د سرطاني مرکز د پاتې چارو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۹:۲۷
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن‌سینا» رهبري د هڅو په دوام د تدریسي روغتونونو د تشخیصي امکاناتو د پیاوړتیا لپاره د یوې سوداګریزې کمپنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن‌سینا» رهبري د هڅو په دوام د تدریسي روغتونونو د تشخیصي امکاناتو د پیاوړتیا لپاره د یوې سوداګریزې کمپنۍ په همغږۍ د وینې د الکترولایتونو د سنجش یوه. . .

BACK TO NEWS