د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم، د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا او د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د انسجام رئیس قاضي کلیم الله محمدي په حضور د ممتازو محصلانو د ستاینې غونډه چې

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۰:۶
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم، د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا او د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د انسجام رئیس قاضي کلیم الله محمدي په حضور د ممتازو محصلانو د ستاینې غونډه چې د «ځوان نسل فکري روزنې» تر عنوان لاندې د کتاب لوستلو او بېلابيلو ورزشي لوبو په سیالو کې یې ګډون کړی و او بریالیتوبونه یې تر لاسه کړي وو ترسره شوه.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم، د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا او د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د انسجام رئیس قاضي کلیم الله محمدي په حضور د ممتازو محصلانو د ستاینې غونډه چې د «ځوان نسل فکري روزنې» تر عنوان لاندې د کتاب لوستلو او بېلابيلو ورزشي لوبو په سیالو کې یې ګډون کړی و او بریالیتوبونه یې تر لاسه کړي وو ترسره شوه.

په دغه پروګرام کې د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري چارو، د محصلانو چارو مرستیالانو او لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د انسجام رئيس قاضي کلیم الله محمدي هر یوه په خپلو ویناوو کې په علمي، فکري او فرهنګي وده کې د محصلانو ونډه وستایله او د محصلانو تر منځ د رغنده فعالیتونو او ظرفیت لوړونې پروګرامونو د ملاتړ پر دوام یې ټینګار وکړ.
ويناوالو په خپلو خبرو کي محصلان تشويق او وهڅول، چې د رسمي زده کړو ترڅنګ د ظرفيت لوړونې له بېلابېلو برنامو څخه اغېزمنه ګټه واخلي.

له بلې خوا د دغه محفل په جریان کې یو شمېر هغه محصلانو چې تېره ورځ یې د یو علمي سیر په ترڅ کې د کابل ریاض العلوم دیني جامعې څخه لیدنه کړې وه، خپلې علمي تجربې او لیدلی حال له ګډونوالو سره شریک کړ چې په غونډه کې د حاضرینو د خوښۍ لامل شو. 

د یادولو وړ ده چې د غونډې په پای کې د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رهبرۍ له لوري ممتاز محصلان د نغدي ډاليو، مډالونو او نورو بېلابېلو ډالیو په ورکړې سره وستایل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۷
Background image

#یودېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون او اړونده تدريسي روغتونونو د عمومي او اساسي ترميماتو په پروژې  کې د صدري قلبي وعايي ناروغيو انسټيټيوټ  تعمير. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۷
Background image

#دېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د ستوماتولوژي تدريسي روغتون  د چمن ترميم او بيار رغونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۴
Background image

د «مخدره توکو د کارونې مخنیوي» تر عنوان لاندې د روږدو درملنې ملي پروګرام ریاست د معتادینو د ۴۵۰ بستریز مرکز له لوري د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو ته د عامه پوهاوي په موخه سیمنار وړاندې شو.

د پروګرام په بیل کې د نرسنګ پوهنځي رئیس فضل هادي صدیقي د ښه راغلاست تر څنګ ګډونوالو ته د دغه سیمینار د څرنګوالي او اهمیت په اړه خبرې وکړې او دغه ډول پروګرامونه یې د محصلانو د پوهاوي کچې. . .

BACK TO NEWS