د لوړو زده کړو وزارت په پرلپسې هڅو ټول دولتي پوهنتونه پیلیږي.

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۲ - ۹:۸
د لوړو زده کړو وزارت په پرلپسې هڅو ټول دولتي پوهنتونه پیلیږي.

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه په هلو ځلو د هېواد په ګرم سېرو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو تدریسي بهیر د روان هجري قمري کال د رجب میاشتې په لومړۍ نیټه، چې د ۱۴۰۰ ه ش کال د دلوې میاشتې له (۱۳) مې نیټې سره سمون لري، پیل شي.

د پوهنتونونو له پیل څخه وروسته به زده کړیالانو ته درې اونۍ درس ورکړل شي، چې د وروستي سمستر ازموینه به د حوت میاشتې په (۷) نیټه پیل او د همدې میاشتې تر پای پورې به دوام وکړي.

دغه راز په ګرم سېرو ولایتونو کې به راتلونکی سمستر د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او په نورمال ډول به دوام وکړي.

بل لورته لکه څنګه چې د هېواد په ځينو ولایتونو کې هوا ډېره سړه ده، نو په همدې اساس د هېواد په سرد سېرو ولایتونو کې به د دولتي پوهنتونونو تدریسي بهیر د روان هجري قمري کال د رجب میاشتې په (۲۵) مه نیټه ، چې د ۱۴۰۰ ه ش کال د حوت د میاشتې له (۷) نیټې سره سمون لري، پیل شي.

درسونه به یې درې اونۍ دوام ولري او تر هغې وروسته به د وروستي سمستر ازموینه د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او د همدې میاشتې تر (۲۵) نیټې پورې به دوام وکړي.

په سرد سېرو ولایتونو کې به راتلونکی سمستر د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په (۲۷) نیټه پيل او د معمول سره سم به دوام ولري.

د یادولو وړ ده چې په ټولو دولتي پوهنتونونو کې به د ۱۴۰۰ ه ش کال کانکور له لارې بریالي شوي زده کړیالان د روان سمستر د درسونو او ازموینو په جریان کې نوم لیکنه کوي.

د زده کړیالانو د نوم لیکنې چارې به د اړوندو پوهنتونونو لخوا تنظیميږي او درسونه به یې له راتلونکي سمستر سره یو ځای پیل کېږي.

همدا شان د پوهنتونو او لوړو زده کړو وزارت اړوند موسسو ټول کادري او اداري غړي به په پوره توان سره خپلو تدریسي او ادارو چارو ته جدي پاملرنه کوي او زده کړیالانو ته به ټولې ممکنه اسانتیاوې برابروي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS