په کابل طبي علومو پوهنتون کې د کلینیکي مشاهدې یا (OSCE) لومړنۍ آزموینه واخیستل شوه

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۵ - ۸:۲۵
په کابل طبي علومو پوهنتون کې د کلینیکي مشاهدې یا (OSCE) لومړنۍ آزموینه واخیستل شوه

نن یکشنبه ( ۴ ـ ثور ـ ۱۴۰۱ ) د ستوماتولوژي پوهنځي د داخلې ستوماتولوژي څانګې د ۲۰ تنو ښځینه ستاژیرانو، لومړنۍ کلینیکي مشاهدې آزموینه (OSCE) د کابل طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن سینا درئیس ښاغلي پوهنیار دوکتور فضل الرحمن رحماني په حضور کې د دغه پوهنتون اړوند د طبي زده‌کړو د ودې ریاست( EDC ) د کلینیکي مشاهدې آزموینې په مرکز کې واخیستل شوه.

په پیل کې د طبي زده کړو د ودې(EDC) رئیس او د دې آزموینې څارونکي پوهاند دوکتور محمد فرید برنایار د کلینیکي مشاهدې آزموینې د پروسې په اړه خبرې وکړې او د ستاژیرانو لپاره یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د کابل طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن سینا رئیس ښاغلي رحماني د لومړنۍ کلینیکي مشاهدې ازموینې ترسره کېدل یو مثبت او مهم ګام وباله او د دې پروسې په لا زیاتې پراختیا او پرمختګ یې ټینګار وکړ.

د کلینیکي مشاهدې آزموینه د پارا کلینیکي او کلینیکي څانګو کې یو فعال، معقول او بنسټیز ډول ازموینه ده چې د دقیقې ارزونې وړتیا لري.

دغه مرکز چې په ۱۳۹۷ کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن سینا اړوند د طبي زده کړو د ودې ریاست (EDC) تر چتر لاندې جوړ او پرانیستل شو، نن یې د داخلې ستوماتولوژۍ څانګې له ستاژیرانو څخه د عملي ازموینې په اخیستو سره په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۷
Background image

#یودېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون او اړونده تدريسي روغتونونو د عمومي او اساسي ترميماتو په پروژې  کې د صدري قلبي وعايي ناروغيو انسټيټيوټ  تعمير. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۷
Background image

#دېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د ستوماتولوژي تدريسي روغتون  د چمن ترميم او بيار رغونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۴
Background image

د «مخدره توکو د کارونې مخنیوي» تر عنوان لاندې د روږدو درملنې ملي پروګرام ریاست د معتادینو د ۴۵۰ بستریز مرکز له لوري د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو ته د عامه پوهاوي په موخه سیمنار وړاندې شو.

د پروګرام په بیل کې د نرسنګ پوهنځي رئیس فضل هادي صدیقي د ښه راغلاست تر څنګ ګډونوالو ته د دغه سیمینار د څرنګوالي او اهمیت په اړه خبرې وکړې او دغه ډول پروګرامونه یې د محصلانو د پوهاوي کچې. . .

BACK TO NEWS