له ستوماتولوژي تدریسي روغتون څخه د کابل طبي علومو پوهنتون تعین شوي هیئت څارنه

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۷ - ۱۰:۱۲
نظارت هیئت موظف پوهنتون علوم طبی کابل از شفاخانه تدریسی ستوماتولوژی

د مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم په مشرۍ د پوهنتون لخوا تعین شوی نظارتي پلاوی د ستوماتولوژي تدریسي روغتون د انتقال او ناروغانو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو له بهیر څخه او د علي آباد  تدريسي روغتون اړوند د رواني او عصبي برخې د طبي وسايلو او د ځای د نشتون له ستونزو څخه څارنه وکړه.

په دې کتنه کې چې د پوهنتون مرکزي آمرینو هم حضور درلود، د یادو برخو مسوولینو او مسلکي پرسونل د خپلو فعالیتونو او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې مالي او اداري مرستیال د دوی له کړنو څخه د رضایت ښودلو ترڅنګ، د دوی د ستونزو حلولو او همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS