د سترګو تدریسي روغتون لخوا د یو اووه میاشتني ماشوم د سترګې عملیات په بریالي ډول تر سره شو

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۳:۵۸
شفاخانه کادری چشم عمل جراحی یک طفل هفت ماهه را موفقانه انجام دادند

د سترګو تدریسي روغتون مسولین وایي چې د دغه ماشوم د سترګې په کیڼ لوري کې د پیدایښت له وخت راهیسې اضافي کتله موجوده وه چې د دغه روغتون د ډاکترانو له لوري یې جراحي عملیات په بریالي ډول تر سره شو. 
مسولین زیاتوي چې د ماشوم خپلوانو څو نورو روغتونونو ته له مراجعې او د عملیات د نه ترسره کولو له ځواب وروسته ماشوم دغه روغتون ته انتقال کړ چې تر معاینې او تشخیص وروسته د جراحي عملیات په بریالي ډول تر سره شو.

د سترګو ډيپارټمنټ استاد پوهنمل دوکتور میرویس په وینا، دغه کتله د زېږون له وخته د ماشوم په سترګه کې موجوده وه، د متخصینو لخوا ترمعایناتو وروسته د اضافي کتلې نوعیت تشخیص او عملیات یې تر سره شو، ډاکټر صالح زیاتوي چې د ماشوم حالت په ښه کېدو او رضایت وړ دی.

د ماشوم پلار وايي چې د درملنې لپاره یې څو روغتونونو ته مراجعه کړېده مګر د هغوی له لوري د عملیات نه تر سره کولو او رد  ځواب ورکړل شوی او له دې چې زوی یې په دغه روغتون کې تر درملنې او عملیات لاندې ونیول شو له ډاکټرانو او مسولینو څخه په مننې یې خپله خوښي څرګنده کړه.

داپه داسې حال کې ده چې دغه روغتون په دې وروستیو کې په پرمختللو طبي وسایلو سمبال شوی او د ناروغانو لپاره ډېرې آسانتیاوې او امکانات برابر شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS