د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال له محصلینو سره د پېژندګلوۍ ليدنې تر څنګ د پوهنتون د روان سمستر درسي بهیر کتنه وکړه.

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۳:۳۳
معاون امور محصلان پوهنتون علوم طبی کابل ضمن دیدار تعارفی با محصلان پوهنتون علوم طبی کابل از جریان دروس سمستر جاری نیز  بازدید کرد.

د محصلانو چارو مرستیال استاد ماسټر عطا الله فیضي د دغې پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو له محصلینو سره د پېژندګلوۍ ليدنې پر مهال له لکچر صنفونو او حضوري درسي بهیر څخه نظارت او کتنه وکړه. 

د محصلانو چارو مرستیال د  درسونو جریان، محصلانو درسي اړتیاوو، امکاناتو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د کابل طبي علومو پوهنتون يوه موخه محصلینو ته د ښه تحصیلي چاپېریال برابرول دي او هڅه کوي تر څو زیات امکانات محصلینو ته آماده او د دوی د لاسرسي وړ وګرځوي او د درسونو او عملي کار په برخه کې یې د هغوی ستونزې واورېدې او د حل ژمنه یې وکړه.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS