...

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا په علي آباد او میوند تدریسي روغتونونو کې د ستاژرانو او محصلانو له عملي کارونو څخه نظارت وکړ. په دغه لیدنه کې د نظم او ډسپلین اړوند موضوعاتو، د عملي فعالیتونو څرنګوالی، د محصلانو د اړتیاوو او امکاناتو کتنه وشوه .
د لیدنې په ترڅ کې ستاژرانو او محصلانو خپلې اړتیاوې او وړاندیزونه مطرح کړل او د محصلانو چارو مرستیال له لوري ډاډ ورکړل شو چې د ورځنیو فعالیتونو لپاره د لا زیاتو امکاناتو زمینې برابرولو په برخه کې به لازم اقدامات ترسره شي.