د آزموینې د سرچینو اعلان او د مسلکي بستونو د شارټ لېست پایلې

IT_Director
شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۳:۴۱
اعلان منابع امتحان و نتیجه شارت لست بست های مسلکی

Publish Date

Closing Date

ټولو نوماندانو ته خبر ورکول کېږي چې د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند تدریسي روغتونونو (۲۹) مسلکي بستونه چې مخکې د آزادو سیالیو له لارې اعلان ته سپارل شوي وو؛ په استخدام کې د نوماندانو د پوهاوي او لا ښه شفافیت او اعلان شویو بستونو د آزموینې شارټ لېست پایلو په موخه د ضمیمه شوي جدول مطابق نشر ته سپارل کېږي. 

د پام وړ ټکي:
۱.قدرمن نوماندان د شارټ لېست پایلو او یا درج شویو معلوماتو کې د تېروتنې په اړه د هر ډول نیوکې لرلو په صورت کې کولای شي تر درېیو ورځو پورې د کابل طبي علومو پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت ته مراجعه وکړي او موضوع د کتنې او ستونزې د حل لپاره مطرح کړي. پرته له دې د شکایت حق نه لري.
۲.آزموینه د ۱۴۰۵/۰۹/۰۴ نېټه اخیستل کېږي.
۳.په شرایطو برابر نوماندان مکلف دي چې د سه شنبې په ورځ د  ۱۴۰۵/۰۹/۰۳ نېټه د آزموینې کارت ترلاسه کولو لپاره د کارکوونکو چارو آمریت ته مراجعه وکړي.
۴.نوماندان د مراجعې پر مهال یو قطعه عکس، د تابعیت اصلي تذکره له ځان سره ولري.
۵.په آزموینه کې د نرسنګ، میډیکل فیزیست، انستیزیست او انستیزي ډاکټر بستونه شامل دي.
قدرمن نوماندان کولای شي د ۲۹ مسلکي بستونو د شارټ لېسټ پایلو جدول او د یادو بستونو د ازموینې د سرچینو جدول د کابل طبي علومو پوهنتو له وېب‌سایټ څخه ترلاسه کړي.
یادونه: د پاتې نورو بستونو د آزموینې وخت او نېټه به په راتلونکي کې د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له وېب سایټ او رسمي پاڼو څخه اعلان شي.
لینکونه: https://shorturl.at/hdanX 
https://shorturl.at/TI6sQ

Related VacanciesShow all

Back to vacancies