د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدرییسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو په اندوسکوپيک (Transurethral Resection of Bladder Tumor - TURBT) روش سره د یو ۵۵ کلن ناروغ د مثانې سرطاني تومور عملیات بریالی ترسره کړ.
دغه ناروغ په ادرار (Hematuria) کې د وینې د شتون له امله روغتون ته مراجعه کړې وه چې له تشخیصیه معایناتو وروسته یې په مثانه کې سرطاني تومور تشخیص شو او د اندوسکوپیک TURBT جراحي عملیات یې ترسره شو. په دغه عملیات کې د مثانې سرطاني تومور او غیر طبیعي نسجونه په بشپړ دول لرې شول او نمونه یې د لازیاتو کتنو لپاره د پتالوژي ډيپارټمنټ ته ولېږل شوه.
د یادولو ده چې له عملیات وروسته د ناروغ عمومي وضعیت بښپړ ښه او له تخصصي مراقبتونو وروسته له روغتون څخه رخصت شو.
