په کابل طبي علومو پوهنتون کې د الکترونیکي زده کړو دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۹:۱۳
ورکشاپ دوروزه آموزش الکترونیکی در پوهنتون علوم طبی کابل دایر شد

د الکترونیکي زده کړو د مدیریت سیستم (HELMS) روزنیز ورکشاپ نن چهارشنبه د روان کال لیندۍ پر ۲۲ د استادانو آمریت له لوري د (HELMS) سیستم د پلي کولو څرنګوالي، د الکترونیکي زده کړو له اساسي مفاهیمو سره بلدیت، د سیستم د کارولو طریقه، د داخلي کورسونو جوړولو او د کابل طبي علومو پوهنتون استادانو لپاره د درسي موادو د تنظیم په موخه دایر شو. 

د دغه ورکشاپ پیلامه د الکترونیکي زده کړو د ورکشاپونو د اړتیا او اهمیت په اړه د پوهنتون د استادانو چارو آمر پوهنمل دوکتور محب الله صالح له لوري وشوه، وروسته د طبي فزيک ډيپارټمنت استاد داد محمد بهروز ناصري د الکترونیکي زده کړو د پېژندنې، موخو، ګټو، اړتیاوو، میتودونو، د الکترونیکي درسي موادو تهیه کولو او د HELMS سیستم د کارونې د څرنګوالي په اړه ښونیز پرزېڼټېشن وړاندې کړ.

د یادولو وړ ده چې د دغه ورکشاپ ګډونوال د الکترونیکي زده کړو (HELMS) سیستم د مدیریت اړوند مسایل د دوه ورځو په بهیر کې په نظري او عملي ډول زده کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۵۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدرییسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو په اندوسکوپيک (Transurethral Resection of Bladder Tumor - TURBT) روش سره د یو ۵۵ کلن ناروغ د مثانې سرطاني تومور عملیات بریالی ترسره کړ. 

دغه ناروغ په ادرار (Hematuria) کې د وینې د شتون له امله روغتون ته مراجعه کړې وه چې له تشخیصیه معایناتو وروسته یې په مثانه کې سرطاني تومور تشخیص شو او د اندوسکوپیک TURBT جراحي عملیات یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۴۵
Background image

BACK TO NEWS