All News

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۶
Background image

د ۱۴۰۴ هـ ش کال د (وري او غویي) میاشتو په لړ کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون د ژامې جراحي ډيپارټمنټ په عمومي انستیزي سره ۶۰ لوی او په موضعي انستیزي سره ۱۵ کوچني عملیاتونه بریالي ترسره کړي دي.

دغه عملیاتونه د متخصصو ډاکټرانو ټیم له لوري تر سره شوي او ناروغان د یاد روغتون له کیفیت لرونکو او تخصصي خدماتو څخه برخمن شوي دي.

د یادولو وړ ده چې دغه لاسته راوړنې محصلانو ته د علمي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۱۱:۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له استازو سره لیدنه وکړه. دغه ناسته د دوه اړخیزو همکاریو پراخوالي په ځانګړي ډول د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې د ظرفیت جوړونې په موخه ترسره شوه. 

په دغه لیدنه کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس د علمي او تخنیکي ظرفیت لوړونې لپاره د مناسبو فرصتونو زمینې برابرولو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د طبي وسایلو مرستې او ظرفیت لوړونې په برخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۳:۶
Background image

...

د کابل طبي علوو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون په طبي وسایلو او مصرفي موادو له سمبالېدو وروسته او همدا رنګه د پروستودنتیکس ډيپارټمنټ د هڅو له امله د دې میاشتې په لړ کې شاوخوا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۹:۳۳
Background image

...

د کابل طبي علومو پوهنتون او اړوند شپږو تدريسي روغتونونو د کړنو، لاسته راوړنو، فعالیتونو په اړه د تازه معلوماتو ترلاسه کولو په موخه زموږ ویبسايټ د لاندې لینک او په تصویر کې د QR کود له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۹:۳۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د دغه پوهنتون اړوند له علي اباد تدریسي روغتون څخه د شپې لخوا لیدنه وکړه.

د پوهنتون اړوند له تدریسي روغتونونو څخه دنظارت په لړ کې له روغتون څخه د لیدنې موخه د روغتون کتنه او بستر شویو ناروغانو ته د واړندې شویو خدمتونو د کیفیت او څرنګوالي ارزونه وه.

د پوهنتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۱:۱۵
Background image

په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې کابل طبي علومو پوهنتون د ۷۶ څېړنیزو نړیوالو او ۲۹ داخلي مقالو په خپرولو سره د هېواد د علمي څېړنیزې کچې لوړولو په موخه کوټلي ګامونه اخیستي.

دغه لاسته راوړنه د پوهنتون د استادانو، ډاکترانو او عملي کادر غړیو د هڅو پایله ده چې د دغه بنسټ د رهبرۍ په ملتیا، په ځانګړې ډول د علمي څېړنو کمېټې لخوا د طبی څېړنو د ودې په موخه اړین. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۵:۱۹
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو لپاره د «علمي مونوګراف لیکنې» درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو. دغه روزنیز پروګرام د پوهنتون څېړنو او علمي مجلې په نوښت د محصلانو د ظرفیت لوړونې او لیکنې مهارتونو د ودې په موخه ترسره شو. 

په دغه ورکشاپ کې محصلانو ته د مونوګراف لیکنې اصولو او پړاونو، د مونوګراف علمي جوړښت، د اطلاعاتو راټولو معتبرو لارو او علمي لیکنو د مهارتونو په اړه معلومات وړاندې شول. د یاد پروګرام اصلي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

کابل طبي علومو پوهنتون په انګړ کې د لسګونو زینتي بوټو او ګلانو اېښودل

د پوهنتون په انګړ کې په لسګونو رنګا رنګ ګلدانونو کې د ګلونو او زینتي بوټو په اېښودلو سره په پوهنتون کې یوه په زړه پورې او آرامه فضا رامنځته کړې ده. 

د دې نوښت موخه د شنې فضا رامنځته. . .

Pagination