د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړونې او پوهې زیاتوالي په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نرسنګ پوهنځي له لوري د «اسلامي مدیریت اصولو کتنه او پر اداره باندې د هغه اغېز» تر عنوان لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
په دغه سیمینار کې د اسلامي ثقافت ډيپارټمنټ استاد پوهنیار مولوي عبدالله فقیري ګډونوالو ته د اسلامي مدیریت او ادارې اړوند موضوعات وړاندې کړل.
نوموړي د سیمینار په جریان کې د اسلامي ادارې موخو، ډولونو، مخینې، ارزښت او د اسلامي ادارې اساسي موخو په اړه بحث او د اداري بهیر ښه والي او اغېزمنې پیاوړتیا ونډه او اصول یې تشرېح کړل.
