د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ د جراحي ټيم له لوري د یو ناروغ د سر کوپړۍ هډوکي زیانمنتیا د ترمیم لپاره د کراینو پلاستي (Cranioplasty) عملیه په بریالي دول ترسره شوه. 

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۸:۴۸
عملیه کرانیوپلاستی (Cranioplasty) برای ترمیم نقیصه استخوانی جمجمه یک مریض، توسط تیم جراحی دیپارتمنت جراحی اعصاب شفاخانه تدریسی علی‌آباد پوهنتون علوم طبی کابل «ابوعلی ابن‌سینا» با موفقیت انجام شد.

د اعصابو جراحي ټیم غړی پوهندوی ډاکټر حسیب الله بها نجرابي وايي چې ناروغ شاوخوا پينځه میاشتې وړاندې د سر شدیدې ضربې له امله د Epidural Hematoma ډول مغزي خونریزۍ سره مخ و او د حافظې ډېر خطرناک وضعیت په درلودلو سره یې د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» علي آباد تدریسي روغتون ته مراجعه کړې وه. 

د نوموړي په وینا د شدیدې خونریزۍ او د سر کوپړۍ په داخلي برخه د فشار له امله چې د ناروغ ژوند ته هم خطرناک و؛ ناروغ سمدلاسه د مغز خونریزۍ تخلیې تر عملیات لاندې ونیول شو. د عملیات په جریان کې د خونریزۍ ځای ته د لاسرسي او په مغز باندې د فشار کمولو لپاره یې د سر کوپړۍ د هډوکي یوه برخه لرې کړل شوه چې د لازمو مراقبتونو وروسته ناروغ د ښه روغتیايي وضعیت په لرلو سره له روغتون څخه رخصت شو. 

ډاکټر نجرابي زیاتوي چې ناروغ څلور میاشتې وروسته د درملنې نورو پړاونو د بشپړولو لپاره روغتون ته مراجعه وکړه او د Cranioplasty  عملیه ورباندې ترسره شوه. په دغه عملیات کې د سر کوپړي د هدوکي لرې کړل شوې برخه ترمیم شوه او له بهرنیو ضرباتو څخه د مغز حفاظت لپاره د (Titanium Mesh)  تیتانیم فلز و کارول شو او ناروغ بیا هم د ښه روغتیايي وضعیت په لرلو سره له روغتون څخه رخصت شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۲:۳۰
Background image

د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړونې او پوهې زیاتوالي په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نرسنګ پوهنځي له لوري د «اسلامي مدیریت اصولو کتنه او پر اداره باندې د هغه اغېز» تر عنوان لاندې علمي سیمینار ترسره شو. 

په دغه سیمینار کې د اسلامي ثقافت ډيپارټمنټ استاد پوهنیار مولوي عبدالله فقیري ګډونوالو ته د اسلامي مدیریت او ادارې اړوند موضوعات وړاندې کړل.

نوموړي د سیمینار په جریان کې د اسلامي ادارې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۸:۴۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ د جراحي ټيم له لوري د یو ناروغ د سر کوپړۍ هډوکي زیانمنتیا د ترمیم لپاره د کراینو پلاستي (Cranioplasty) عملیه په بریالي دول ترسره شوه. 

د اعصابو جراحي ټیم غړی پوهندوی ډاکټر حسیب الله بها نجرابي وايي چې ناروغ شاوخوا پينځه میاشتې وړاندې د سر شدیدې ضربې له امله د Epidural Hematoma ډول مغزي خونریزۍ سره مخ و او د حافظې ډېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۷
Background image

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د «ستوماتولوژي تحصیلي، تخصصي او مسلکي مسیر؛ فرصتونه او راتلونکی» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس د دغه پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، د پوهنتون رهبري هئیت یو شمېر غړیو او د امارتي

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د «ستوماتولوژي تحصیلي، تخصصي او مسلکي مسیر؛ فرصتونه او راتلونکی» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس د دغه پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي. . .

BACK TO NEWS