د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري د غاړې (ورمېږ) درې ډېسکونو بدلولو

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۱۸
عمل پیچیده و تخصصی تعویض سه دیسک گردن

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري د غاړې (ورمېږ) درې ډېسکونو بدلولو (Cervical Disc Replacement) پېچلی او تخصصي عملیات په بریالیتوب ترسره شو. یاد عملیات په یو ۵۰ کلن ناروغ چې د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی او له دوه کلونو راهیسې د لاسونو او پښو په حرکت کې له شدیدې کمزورۍ څخه ځورېدو او د حرکتي غړیو له فلج سره مخ و؛ ترسره شو.  

د ډاکټر رحمت الله نورزي په وینا دغه ناروغ د حرکتي غړیو د لا کمزوري کېدو له امله روغتون ته مراجعه کړې وه چې له معایناتو وروسته یې د غاړې څو ډېسکونو د تخریب پر اساس د نخاع شدید فشار تشخیص شو. نوموړي زیاته کړه چې د لوږ امکاناتو سره سره د جراحي ټيم له لوري پر وخت د تشخیص له امله د درې ډېسکونو ځای پر ځای کولو بریالي شول او ناروغ له څو ورځو مراقبت وروسته د ډاډ وړ روغتیايي حالت په لرلو له روغتون څخه رخصت شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۱۳
Background image

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د تدريسي او اداري تعميرونو د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې کې د دغه پوهنتون د لوی حوض ترميم هم شامل و. #په_تېرو_کلونو_کې_د_کابل_طبي_علومو_پوهنتون_مهمې_لاسته_راوړن

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د تدريسي او اداري تعميرونو د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د دغه پوهنتون د لوی حوض ترميم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۱۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون او کابل سنټر ښوونیز مرکز ترمنځ د ښوونیزو او تحصیلي همکاریو هوکړه لیک د محصلانو د علمي او مهارتي ظرفیتونو د لوړولو په موخه لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک له مخې، دواړو لوریو د انګلیسي ژبې او کمپیوټر په برخو کې د لنډمهالو او اوږدمهالو روزنیزو کورسونو پر جوړولو او ترسره کولو ټینګار کړی دی. همدارنګه، د علمي او تعلیمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

...

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د تدريسي او اداري تعميرونو د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د دغه پوهنتون د کوچني حوض ترميم. . .

BACK TO NEWS