...

د کابل طبي علومو پوهنتون په نوښت او زمینې برابرولو سره د دغه پوهنتون د طب پوهنځي څلورم او پنځم ټولګي یو شمېر محصلانو د یو علمي سیر په ترڅ کې د مور او ماشوم لپاره د فرانسویانو (FMIC) له روغتون څخه لیدنه وکړه. د لیدنې په لړ کې محصلانو د روغتون له بېلابېلو برخو لکه: د جراحي، داخلې، ماشومانو، بېړنۍ څانګې او لابراتوارونو سره لا زیاته بلدتیا ترلاسه کړه. همدارنګه هغه پرمختللي طبي تجهیزات او ماشینونه چې د ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي په بشپړ ډول هغوی ته تشرېح او ور وپېژندل شول.
محصلانو د یاد روغتون مسوولینو له لارښوونو او همکاریو څخه د ستاینې تر څنګ دغه لیدنه د عملي پوهې زیاتوالي او مسلکي چاپېریال سره د بلدتیا لپاره يو اغېزمن فرصت وباله او د کابل طبي علومو پوهنتون له رهبرۍ څخه یې د دغه علمي سیر د زمینې برابرولو له امله مننه وکړه.
د یادولو وړ ده چې یاد علمي سیر نه یوازې د محصلانو د پوهې کچې لوړوالي کې مرسته وکړه، بلکې د طبابت په برخه کې د زده کړو دوام او ريښتیني خدمت لپاره یې نوې روحیه رامنځته کړه.