د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د اړیکو او عامه پوهاوي (نشراتو) آمریت د دغه پوهنتون د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو کتاب چې د پوهنتون او تدریسي روغتونونو لاسته راوړنې،
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د اړیکو او عامه پوهاوي (نشراتو) آمریت د دغه پوهنتون د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو کتاب چې د پوهنتون او تدریسي روغتونونو لاسته راوړنې، فعالیتونه، خدمات، علمي او اداري فعالیتونه پکې شامل دي چاپ او تدریسي روغتونونو، ادارو او نورو دولتي بنسټونو ته توزېع کړ.
د کابل طبي علومو پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي (نشراتو) آمر عبدالنافع ذاهد وايي چې د کابل طبي علومو پوهنتون « ابو علي ابن سینا» دغه ټولګه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د فعالیتونو او علمي، اداري او روغتیايي لاسته راوړنو او فعالیتونو د سند او ثبت لپاره ترتیب او چاپ شوې ده. د یادې ټولګې نشر نه یوازې د حساب ورکونې اصل د تحقق او شفافیت لپاره ارزښت لري، بلکې ټولنې ته د پوهنتون د ژمنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو څرګند انځور وړاندې کوي.
