خبرتیا !

IT_Director
اطلاعیه!

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، کابل طبي پوهنتون او د کابل پولیتخنیک پوهنتون د اسلامي ثقافت د څانګې او د امامت د بستونو لپاره نوماندانو ته خبر ورکول کېږي، ټاکل شوې چې د ذکر شویو پوهنتونونو د عربي ژبې آزموینه د پنجشنبې په ورځ د 1444/2/4 چې د 1401/6/10 نېټې سره سمون خوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي ټکنالوجۍ په مرکز کې اخیستل کېږي، محترم نوماندان دې خبر وي.

یادونه: د ښځینه نوماندانو آزموینه دپنج شنبې په ورځ د سهار په 7:00 بجو او نارینه نوماندان به دپنج شنبې په ورځ د سهار په 11:00 بجو د آزموینې څخه پنځه دقیقې مخ ته راځي، او امتحان به د لوړو زده کړو وزارت لخوا د ټاکل شوي مهال وېش او پرېکړې سره سم اخیستل کېږي، وروسته د هر پوهنتون شارت لېست د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په ویب پاڼه کې خپریږي.

له محترمو ښځینه کاندیدانو څخه هیله کوو چې پوهنتون ته د ننوتو پر مهال اسلامي حجاب مر عات کړي، د یادولو وړ ده چې د آزموینې په ورځ د اصلي تذکرې او یا پاسپورت در لودل لازمي دي تر څو اصلي هویت یې تثبیت شي.

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۱۳
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۴:۲۷
Background image

خبرتیا!

لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت په اساس د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت په پام کې لري څو د دغه پوهنتون مخترع او نوښتګر محصلان . . .

Back to announcements