افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي د کابل طبي علومو پوهنتون له رییس سره په لیدنه کې د لازیاتو همکاریو ژمنه وکړه

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۱:۲۴
نماینده سازمان صحی جهان برای افغانستان در دیدار با رئیس پوهنتون علوم طبی کابل وعده همکاری داد

د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس دوکتور مفتي اسدالله نجات په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له استازي لو دوپنګ سره د ګډو همکاریو په اړه لیدنه او خبرې وکړې. 

په دغه لیدنه کې د روغتونونو د صحي خدماتو سیستم پر تقویه او دواړو بنسټونو تر منځ د روغتیایي او تدریسي کیفیت د ښه والي او اړیکو د خوندیتوب په اړه بحث او خبرې وشوې، د روغتیایي نړیوال سازمان استازي له دغه پوهنتون څخه د ملاتړ او همکاریو څرګندویي وکړه.

ښاغلي لو دوپنګ پر لا زیاته همغږۍ ټينګار وکړ او ویې ویل چې دغه سازمان چمتو دی څو د ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو او په پوهنتون کې د څېړنیز سیستم تقویت لپاره روزنیز ورکشاپونه او کورسونه دایر کړي او د علي آباد تدریسي روغتون لپاره د PRC یو پایه ماشین مرسته هم وکړي.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس له دې چې د روغتیا نړیوال سازمان له دغه پوهنتون سره مرسته کړې ده له ښاغلي لو دوپنګ څخه مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې کابل طبي علومو پوهنتون مخکې له دې هم له نړیوال روغتیایي سازمان سره ګډې اړیکې لرلې او دغه سازمان په بېلابېلو برخو کې له پوهنتون سره مرستې کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS