د افغان ميډيکل ژورنال د درېیم ولیوم لومړۍ ګڼې د خپرېدو په اړه.
څرنګه چې د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د علمي څېړنو معاونیت د افغان مېډيکل ژورنال (Afghan Medical Journal) په نوم مجله د دغه پوهنتون د علمي، عامې روغتیا او روغتیايي علومو په بېلابېلو برخو کې د څېړنیزو مقالو ټولګې (مجلې) ترتیب او خپروي؛ د همدې لړۍ په دوام یې د یاد ژورنال د درېیم ولیوم (Volume 3, Issue 1, 2026) لومړۍ ګڼه چاپ او خپره شوه.
په همدې اساس د کابل طبي علومو پوهنتون او نورو پوهنتونو د طبي برخو استادانو ، لیکوالانو او څېړونکو ته خبر ورکول کېږي څو د طب، عامې روغتیا او روغتیايي علومو په برخو کې خپلې علمې او بین المللي مقالې د افغان ميډيکل ژورنال له لارې د ارزونې او خپرېدو لپاره د علمي څېړنو معاونیت ته وسپاري.
د مقالو د سپارلو او ژورنال اړوند معلوماتو لاندې لینکونه کارولی شئ.
• د مقالو د سپارلو لپاره لینک:
Afghan Medical Journal – Online Submission
• د درېیم ولیوم د لومړۍ کڼې لینک:
Afghan Medical Journal - Volume 3, Issue 1, (2026)
