د تخصص بشپړولو پروګرام نوم لیکنې دوام لري!

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۱:۱۳
ثبت نام برنامه اکمال تخصص ادامه دارد!

د کابل طبي علومو پوهنتون د طبي زده کړو پراختیا ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت د طبي ډاکټرانو د عمومي داخلې، عمومي جراحي دسپلینونو او ستوماتولوژي مختلفو ډيپارټمنټونو د تخصص بشپړولو تریني بستونه د آزموینو ملي ادارې له لوري د آزادو سیالیو په ډول اعلان ته سپارلي دي. له ټولو هغو ډاکټرانو څخه چې د طبي شورا په آزموینه کې یې ګډون کړی وي، هیله کېږي چې د نوم لیکنې لپاره د آزموینو ملي ادارې ویب سایټ ته مراجعه وکړي.
نوم لیکنه مخکې شروع شوې او د روان کال د غبرګولي تر ۱۷ پورې دوام لري.
د نوم لیکنې لپاره لاندې لېنک ته مراجعه وکړئ.
https://nexa.gov.af/fa/codes-and-forms

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۲۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سینا» رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ  او شورا د غړیو په حضور د دغه پوهنتو علمي شورا ناسته ترسره شوه چې پکې د یو لړ مهمو علمي موضوعاتو کتنه وشوه او په اړه یې پرېکړې وشوې.  

په یاده ناسته کې د علمي شورا د آجنډا اړوند ۱۰ مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې چې اساسي برخه یې د استادانو علمي ترفېع، تقرر او نور علمي مسایل وو. 

د شورا غړیو د دغه علمي موضوعاتو په اړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له اداري کارمندانو څخه د دعوت او ارشاد آمریت له لوري په (اسلامي شریعت کې معاملات) تر عنوان لاندې دیني درسونو آزموینه د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په حضور واخیستل شوه.

دغه آزموینه په داسې حال کې ترسره شوه چې د کابل طبي علومو پوهنتون کارمندانو په تېره ربعه کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د درسي نصاب او لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه د دعوت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري کمېټې غونډه د دغه پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ او د کميټې غړیو په حضور ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې د مالي او اداري چارو مرستیال د پوهنتون او تدریسي روغتونونو د ۱۴۰۵ کال د نیازمندیو لېست ترتیبولو، په ادارو کې د شته ستونزو په له منځه وړلو، د چارو ښه ترسره کېدو لپاره. . .

BACK TO NEWS