د دیني درسونو غوره کارمندانو ستاینه وشوه

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۴
د دیني درسونو غوره کارمندانو ستاینه وشوه

د دعوت او ارشاد آمریت دیني درسونو په آزموینه کې د کابل طبي علومو پوهنتون اداري کارمندانو د ستاینې په مناسبت محفل د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکر الله وحدت په ګډون تر سره شو او د اداري او خدماتي کارمندانو چې لومړی، دویم او درېیم مقام یې تر لاسه کړی و د جایزو په ورکولویې ستاینه وشوه. 
 
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د دیني احکامو او الهي لارښوونو وړاندې کولو په برخه کې د دعوت او ارشاد مسوولینو له هڅو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل پر هر مسلمان لازمه ده چې د الهي احکامو او ارشاداتو په اړه پوهه ولري او د خپلو عملونو، عقایدو او اخلاقو د اصلاح په خاطر د دیني علومو زده کړه د هر مسلمان اړتیا ده.

همدا راز د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم د دیني علومو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د دیني علومو زده کړه د مسلمانانو د آخرت اړتیا ده. 

د یادولو وړ ده چې د دعوت او ارشاد آمریت د پوهنتون کارمندانو لپاره دوامدار اصلاحي بیانونه او دیني احکام تدریس کوي چې کارمندان ترې ډېره خوښي څرګندوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS