د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د ودانیزو چاررو پروژې شرکت له مسوولینو سره د دغه پروژې د ژر تر ژره بشپړېدو په اړه د همغږۍ ناسته تر سره شوه 

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۴:۵
جلسه هماهنگی با مسوولین شرکت پروژه کار ساختمانی مرکز تشخیص و تداوی امراض سرطان در مورد تکمیل هرچه زودتر کار این پروژه دایر شد

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم د لوړو زده کړو او ښار جوړونې وزارتونو له انجنیرانو او سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د ساختماني پروژې شرکت له مسوولینو سره په داسې حال کې چې د علي آبادتدریسي روغتون رئیس دوکتور عبدالمطلب شینواري هم حضور درلود لیدنه وکړه او د یادې پروژې د برخلیک ټاکلو په اړه یې خبرې وکړې. 

د مالي او اداري چارو مرستیال دغه مرکز په ملي کچه مهمه او حیاتي پروژه وبلله او ژر تر ژره  د دغه پروژ ې پر بشپړېدو یې ټینګار وکړ. همدا رنګه له ټولو هغو مراجعو څخه چې په دغه پروژه کې دخیل دي غوښتنه وکړه چې د پروژې ستونزو په له منځه وړلو کې اقدام وکړي. 

له بلې خوا د لوړو زده کړو او ښار جوړونې انجنیرانو او د شرکت مسوولینو هغه ستونزې او بدلونونه چې  د پروژې په چارو کې را منځته شوي وو له مالي او اداري مرستیال سره شریک کړل. 

په پای کې مالي او اداري مرستیال وویل چې د دغه پروژې په کاري برخو کې شته ستونزې او موانع به د لوړو زده کړو وزارت له مقاماتو شره شریکې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS