د سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ جراحانو او متخصصانو ټيم وتوانېدل چې د میترال دريڅې دسام بدلولو پېچلی عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړي، دغه جراحي عملیات د یو ناروغ چې د زړه حرکت د نابرابرۍ له امله ځورېدو ترسره شو.

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۲:۱۲
تیمی از متخصصان و جراحان انستیتوت امراض صدری و قلبی وعایی موفق شدند یک عمل پیچیده تعویض دسام میترال را با موفقیت انجام دهند، این جراحی به روی بیماری که از ناراسایی بیماری قلبی رنج می‌برد صورت گرفت.

د جراح ډاکټر پوهنیار دوکتور احمد فواد وردګ په وینا، ناروغ له اوږدې مودې راهیسې د زړه میترال دریڅې په روماتیزمل بندښت اخته و او په فزیکي فعالیتونو کې د زړه ټکان، سابندۍ او ستړیا له امله یې دغه انسټېټیوټ ته مراجعه وکړه.

ډاکټر وردګ زیاته کړه چې د ایکوکاردیوګرافي معایناتو له بشپړېدو وروسته تشخیص شوه چې ناروغ د زړه میترال دريڅې دسام شدید روماتیزمل بندښت درلود او د زړه میترال دریځې دسام بدلولو بریالی عملیات ترسره شو او د ناروغ روغتیایي وضعیت ښه دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۲۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سینا» رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ  او شورا د غړیو په حضور د دغه پوهنتو علمي شورا ناسته ترسره شوه چې پکې د یو لړ مهمو علمي موضوعاتو کتنه وشوه او په اړه یې پرېکړې وشوې.  

په یاده ناسته کې د علمي شورا د آجنډا اړوند ۱۰ مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې چې اساسي برخه یې د استادانو علمي ترفېع، تقرر او نور علمي مسایل وو. 

د شورا غړیو د دغه علمي موضوعاتو په اړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له اداري کارمندانو څخه د دعوت او ارشاد آمریت له لوري په (اسلامي شریعت کې معاملات) تر عنوان لاندې دیني درسونو آزموینه د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په حضور واخیستل شوه.

دغه آزموینه په داسې حال کې ترسره شوه چې د کابل طبي علومو پوهنتون کارمندانو په تېره ربعه کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د درسي نصاب او لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه د دعوت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري کمېټې غونډه د دغه پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ او د کميټې غړیو په حضور ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې د مالي او اداري چارو مرستیال د پوهنتون او تدریسي روغتونونو د ۱۴۰۵ کال د نیازمندیو لېست ترتیبولو، په ادارو کې د شته ستونزو په له منځه وړلو، د چارو ښه ترسره کېدو لپاره. . .

BACK TO NEWS