د طبي انجنیري په برخه کې له IAM  موسسې سره د دوه اړخیزه همکاریو تړون لاسلیک شو.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۵:۵
تفاهم‌نامه همکاری دو جانبه با موسسه IAM در بخش انجنیری طبی امضاء شد.

د کابل طبي علومو پوهنتون او IAM  موسسې تر منځ د طبي انجنیرۍ په برخه کې د ظرفیت جوړولو، د همکاریو تقویت او تجربو شریکولو په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس پوهنیار دوکټور فضل الرحمن رحماني او په افغانستان کې د IAM  موسسې مسؤل نجیب الله سیاوش لخوا تړون لیک لاسلیک شو.

د دغه تړون پر بنسټ د یادې موسسې له هېواد بهر یو کارمند به د کابل طبي علومو پوهنتون د طبي انجنیرۍ په برخه کې د ظرفیت لوړولو په موخه همکاري کوي.

د طبي وسایلو نصب، د سمې ګټې اخیستنې، له وسایلو د ساتنې، او طبي تجهیزاتو د ترمیم او جوړونې لپاره د مسلکي کادرونو روزنه په روغتیایي سکټور کې د هېواد مهمه اړتیا ده چې په همدې موخه په پوهنتون کې د طبي انجنیري ډيپارټمنټ رامنځته شوی ترڅو د څېړنې، نوښت او طبي ماشینونو د ډيزاین او جوړولو په برخه کې د هېواد اړتیاوې پوره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS