د عامه پوهاوي په موخه یو تعداد دیجیټل بورډونه نصب شول

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۹:۹
به هدف آگاهی عامه یک تعداد بوردهای دیجیتالی نصب شد

د کابل طبي علومو پوهنتون د رهبرۍ په لارښوونه او د اړیکو او عامه پوهاوي (نشراتو) آمریت په نوښت دا ځل د پوهنتون په بېلابېلو برخو کې د محصلانو، استادانو، کارکونکو او مراجعینو لپاره د خبرتیا، عامه پوهاوي او د اړوند فعالیتونو خپراوي په موخه یو تعداد ډیجیټل بورډونه نصب شول.
د پوهنتون په داخل کې دغه لګول شوي ډیجیټل بورډونه چې په کې بېلابېل ويډیویي او تصویري معلومات ځای پر ځای شوي دي، لکه د پوهنتون کلني مستند راپورونه، د پوهنتون اړوند فعالیتونه، محصلانو ته افتخاری دیني او اصلاحي درسونو لنډ کلیپونه، همدارزا د روغتیا برنامې او ځانګړې مرکې هم په کې نشرېږي، څو محصلان، استادان، کارمندان او عام مراجعینو ته ګټور تمام  شي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۳۲
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۶۰ کلن ناورغ چې د پروستات غده یې لویه شوې وه د - TURP (Transurethral Resection of the Prostate) په روش سره یې اندوسکوپیک جراحي عملیات په بریالیتوب

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۶۰ کلن ناورغ چې د پروستات غده یې لویه شوې وه د - TURP (Transurethral. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۱۰
Background image

BACK TO NEWS