د علي آباد تدریسي روغتون د نرسنګ مسلکي بستونو آزموینه د شاو خوا ۲ زره تنو نوماندانو په ګډون سره واخیستل شوه.

IT_Director
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۹:۵۹
امتحان بست‌های مسلکی نرسنگ شفاخانه تدریسی علی آباد با اشتراک نزدیک به 2 هزار متقاضی اخذ گردید.

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د نرسنګ مسلکي بستونو چې د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارل شوي و، نن جمعه د روان کال ليندۍ پر ۱۷ د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئيس مفتي عبدالکریم امیري، د لوړو زده کړو وزارت حقوقي مشاور مولوي عبدالله سیحان، د محصلانو چارو مرستیال استاد عطاءالله فیضي او موظف هیئت په حضور سره د سوالاتو صندوق پرانیستل شو او آزموینه د اړیکو او عامه پوهاوي آمر استاد صبغت الله سجاد لخوا د قرانکریم د څو آیتونو په تلاوت سره په رسمي ډول پیل شوه. 

په دغه آزموینه کې ۱ زرو ۹۶۰ تنو ګډون کړی و چې له ډلې یې ۸۶۰ تنه ښځینه او ۱۱۰۰ تنه نارینه و، د ښځينه نوماندانو  پراخ ګډون ۴۳ سلنه و چې د ښځینه‏ وو آزموینه سهار او د نارینه‏ وو آزموینه ماسپښین د پوهنتون له لورې په شفاف ډول واخیستل شوه.

د لوړوزده کړو وزارت د بشري سرچینو رئيس د لیاقت او وړتیا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه بستونه آزادې سیالۍ ته وړاندې شوي تر څو مینه‏وال د خپل لیاقت پر بنسټ د لوړو نمرو په تر لاسه کولو له واسطې پرته اړوند بست ته ور وپېژندل شي، څو حق حق‏دار ته ورسي. نوموړي همدا راز د آزموینې له روڼتیا ډاډ ورکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د آزموینې نظم او اصول ته پام وکړي.

د ویلو وړ ده، د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د نورو کادري روغتونونو مسلکي بستونو چې د آزادو سیالیو له لارې اعلان ته سپارل شوي وو، د آزموینې نېټه به یې په راتلونکیو ورځو کې له مهالوېش سره سم اعلان او دا پروسه به تر پایه دوام ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS